د Ayoba څخه د کټې اخیستنې لپاره لس لوی دلایل:

وړیا ګټه اخیستنه: Ayoba وړیا اپلیکیشن ده. تاسو انټرنټ ته اړتیا لرئ تر څو خپلو مخاطبینو ته پیغامونه او فایلونه واستوئ. مګر ځینې شبکې د بیلګې په ډول ام ټي ان ممکن تاسو ته انټرنټ هم په وړیا ډول برابر کړي.

شریکول ساتنه ده:  د خپلو مخاطبینو سره ویډیوګانې، انځورونه، غږیز کلیپونه او نور فایلونو شریک کړئ.

په چټک ډول په اړیکه کې کېدل: د خپل آدرس څخه ګټه واخلئ او په آسانۍ سره له  خپلو مخاطبینو سره و نښلئ.

اړیکې: د اپلیکیشن څخه په ګټې اخیستنې سره غږیزې اړیکې ونیسئ.

هم مهاله چت و کړئ: خپلو مخاطبینو ته په دوامداره ډول لیکلي او غږیز پیغامونه واستوئ او تر لاسه کړئ.

ډاډمنتیا یا امنیت: د دوه اړخیز کوډ اېښودلو معنا داده چې درېیم شخص نه شي کولای د دوو اشخاصو ترمنځ لیږل شوي پيغامونه ولولي.

له هر چا سره چټ و کړئ: د خپلو اړیکو په لېست کې شاملو کسانو ته لیکلي پیغامونه واستوئ، توپير نه کوي چې هغوی Ayoba انسټال کړې ده او که نه.

راځئ چې سره ووینو:  په Ayoba کې له خپلو مخاطبینو سره خپل موقعیت شریک کړئ.

ډله ییز چټ: څومره چې ډېر وي هومره غوره دي! د ډله ییز چټ له لارې په آسانۍ د خپلو ملګرو او کورنۍ سره په اړیکه کې شئ.

د پیسو لیږد: د مومو له لارې پيسې واستوئ او تر لاسه کړئ ( ډېر ژر)

زموږ په اړه:

د ټکنالوژۍ په اړه زموږ د پراخ دید معنا دا ده چې د Ayoba کارونکي به یې په مرسته و کولای شي د مبایل له لارې د هر چا سره چې وغواړي په اړیکه کې شي، توپير نه کوي چې هغوی د Ayoba اپلیکیشن انسټال کړی دی او که نه.

اوس مهال، Ayoba په انډرایډ سیستم لرونکي مبایلونو کې د ډانلوډ وړ دی ( په نورو سیستمونو کې به هم ډېر ژر د لاسرسي وړ شي). سر بېره پر دې، موږ له ام ټي ان مخابراتي شرکت سره سټراټیژیکه ملګرتیا لرو، د دې معنا دا ده  چې موږ کولای شو د ام ټي ان ټولو پيرودونکو ته وړیا انټرنټ برابر کړو تر څو هغوی خپلو مخاطبینو ته پيغامونه، انځورونه، ویډیوګانې او نور فایلونه واستوي. د ام ټي ان پیرودونکو لپاره د Ayoba هر ډول پیغامونو ته ځواب ور کول وړیا دي، توپیر نه کوي چې هغوی له اپلیکیشن څخه ګټه اخلي او که نه.

Ayoba په عاجل ډول د پيغام لیږلو یو وړیا اپلیکیشن دی، چې دافریقایانو لخوا د افریقایانو لپاره ډیزاین شوی دی.

سر بېره پر دې چې افریقا یوه لویه وچه دی، خو بیا هم د سلګونو ځانګړو کلتورنو کور ګڼل کیږي. موږ د افریقا د لویې وچې دا رنګا رنګ والی دوی ته په نړیوالو معیارونو برابر  د پيغام استولو له اپلیکییشن سره لمانځو، چې د دوی اړتیاوې او هیلې منعکسوي.

Ayoba له پیل څخه د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته د دوه اړخیزه کوډ ایښودلو سیستم درلود تر څو د کارونکو معلومات محفوظ او محرمیت یې ډاډمن شي. د دوه اړخیز کوډ اېښودلو معنا داده چې درېیم شخص نه شي کولای د دوو اشخاصو ترمنځ لیږل شوي پيغامونه ولولي حتې د Ayoba ټیم هم نه شي کولای د دوی پيغامونه ولولي.

د Ayoba لپاره موږ په راتلونکي کې نور څه پلانونه لرو

لکه څرنګه چې موږ په ټوله افریقا کې خپل خدمتونو ته پراختیا ور کړې، په همدې ډول د راتلونکو څو میاشتو لپاره هم ډېر په زړه پورې پلانونه لرو چې په ټوله افریقا کې د Mobile Money له لارې د پيسو استول او تر لاسه کول یو له دې پلانونو څخه دی.