هغه پوښتنې چې په تکراري ډول پوښتل کېږي

پيل یې کړئ/ پيلېدل

ملاتړ
که چېرې تاسو مرستې ته اړتیا لرئ او یا غواړئ چې د ایوبا له ټیم سره اړیکه ونیسئ په مهربانۍ سره په لاندې لینک کلیک وکړئ. ayoba.me/contact
ډانلوډول او انسټالول
څه ډول کولای شم ایوبا ډانلوډ کړم؟
په دې پتې ayoba.me/download کلیک وکړئ او ایوبا ډانلوډ کړئ او یا یې د ایوبا له ویب سایټ څخه هر وخت چې غواړئ ډانلوډ کړئ.
که چیرې تاسو د ام ټي ان پیرودونکي یاست کولای شئ د ایوبا اپلیکیشن په وړیا ډول پرته د انټرنټ له لګښت څخه ډانلوډ کړئ.
ګوګل پلې سټور
همدا راز تاسو کولای شئ ایوبا له ګوګل پلې سټور څخه ډانلوډ کړئ. په آسانۍ سره ګوګل پلې سټور ته دننه شئ او د پلټنې په برخه کې ایوبا وپلټئ او ډانلوډ یې کړئ.
ایوبا څه ډول اپډیټ کړم؟
د ایوبا اپلیکیشن په ګوګل پلې سټور کې اپډیټ کیږي. اوس مهال ایوبا یوازې په انډرایډ سیستم لرونکو مبایلونو کې د لاسرسي وړ ده ( په نورو سیستمونو کې به ډېر ژر د لاسرسي وړ شي). د اپډیټ کولو لپاره ګوګل پلې سټور ته ولاړ شئ، بیا په مینو باندې کلیک و کړئ او په پای کې د اپلیکیشنونو او لوبو برخې ته ولاړ شئ.
په ګوګل پلې سټور کې ایوبا وپلټئ او د اپډیټ کولو لپاره کلیک وکړئ.
د ایوبا د ویب سایټ له لارې:
تاسو کولای شئ د ایوبا اپلیکیشن زموږ د ویب سایټ له لارې هم اپډیټ کړئ. په آسانۍ سره د دې آدرس له لارې یې آپډیټ کړئ ayoba.me/download
ایوبا څه ډول بیا ځلي انسټال کړم؟
د ایوبا اپلیکیشن د بیا ځلي انسټالولو لپاره تاسو باید لومړی هغه له خپل موبایل څخه لرې کړئ. د اپلیکیشن له لرې کولو وړاندې موږ تاسو ته وړاندیز کوو چې خپل چتونه در سره خوندي کړئ. په آسانۍ سره د مینو تڼۍ کیکاږئ، بیا تنظیمات وټاکئ، وروسته د ساتنې په برخه کلیک وکړئ او په پای کې د چت خوندي کول وټاکئ.
په دې ډول سره به ستاسو چتونه په خوندي ډول په Cloud کې وساتل شي او د اړتیا په صورت کې به و کولای شئ خپله د چت تاریخچه بیا ځلي تر لاسه کړئ.
یادونه: چتونه ستاسو په وسیله کې نه ذخیره کیږي تاسو د خپلو چتونو د خوندي کولو لپاره انټرنټ ته اړتیا لرئ.
د ایوبا د لرې کولو او انسټالولو لپاره په مهربانۍ سره لاندې طریقې په نظر کې ونیسئ:
لومړۍ طریقه:
• د ایوبا اپلیکیشن ایکن اصلي صفحې ته په لېږدولو سره لمس او ټینګ ونیسئ تر هغې چې په لړزه پیل وکړي.
• د ایوبا اپلیکیشن د ایکن په کونج کې په X باندې کلیک وکړئ.
• د اپلیکیشن او د هغې د معلوماتو د له مینځه وړلو لپاره د لرې کولو په تڼۍ کلیک وکړئ.
• اصلي تڼۍ کیکاږئ.
• ایوبا له ګوګل پلې سټور څخه بیا ځلي ډانلوډ کړئ.
• خپل ذخیره کړي چتونه د اصلي تڼۍ په کیکاږلو سره بیا تر لاسه کړئ، بیا تنظیمات انتخاب کړئ، وروسته د ساتنې په برخه کلیک و کړئ په پای کې د چت خوندي کول انتخاب کړئ او خپل معلومات بېرته تر لاسه کړئ.
• همدا راز تاسو کولای شئ اپلیکیشن د ایوبا له ویب سایټ څخه هر وخت چې غواړئ ډانلوډ کړئ. که چیرې تاسو د ام ټي ان پیرودونکي یاست کولای شئ د ایوبا اپلیکیشن په وړیا ډول پرته د انټرنټ له لګښت څخه ډانلوډ کړئ.
* د تبلیغاتي دورې پر مهال
دوهمه طریقه:
• د ایوبا اپلیکیشن ایکن اصلي صفحې ته په لېږدولو سره لمس او ټینګ ونیسئ او بیا یې د انسټال د ختمولو برخې ته و لیږدوئ.
• د اپلیکیشن او د هغې د معلوماتو د لرې کولو د تائید لپاره د انسټال د ختمولو برخه و ټاکئ.
• اصلي تڼۍ کیکاږئ.
• ایوبا د ګوګل پلې سټور څخه بیا ډانلوډ کړئ.
• خپل ذخیره کړي چتونه د اصلي تڼۍ په کیکاږلو سره بیا تر لاسه کړئ، بیا تنظیمات انتخاب کړئ، وروسته د ساتنې په برخه کلیک و کړئ په پای کې د چت خوندي کول انتخاب کړئ او خپل معلومات بېرته تر لاسه کړئ.
همدا راز تاسو کولای شئ اپلیکیشن د ایوبا له ویب سایټ څخه هر وخت چې وغواړئ ډانلوډ کړئ. که چیرې تاسو د ام ټي ان پیرودونکي یاست کولای شئ د ایوبا اپلیکیشن په وړیا ډول پرته د انټرنټ له لګښت څخه ډانلوډ کړئ.
* د تبلیغاتي دورې پر مهال
تائیدي
خپل شمېره څه ډول تائید کړم؟
کله مو چې اپلیکیشن ډانلوډ کړ، هغې ته دننه شئ او لاندې مرحلې په نظر کې ونیسئ.
1. خپل بشپړ نوم ولیکئ.
2. د لېست څخه مو خپل هېواد وټاکئ. سر بېره پر دې دا برخه به د ټلیفون د شمېرې سره د هېواد دکوډ له لیکلو وروسته په اتومات ډول هم لیکل کیږي.
3. په لاندې خانه خالۍ کې د خپل موبایل شمېره ولیکئ.
4. د کوډ د غوښتلو لپاره د تائیدۍ په برخه کلیک وکړئ.
5. د لیکلي پیغام له لارې تر لاسه شوي شپږ رقمي کوډ ولیکئ.
ما د لیکلي پیغام له لارې شپږ رقمي کوډ نه دی تر لاسه کړی.
• د وروستۍ خوا نه د وخت حسابونکي ته منتظر و اوسئ او تر پایته رسېدو وروسته د لیکلي پیغام د بیا استولو په برخه باندې کلیک وکړئ.
• ناسم کوډ مه لیکئ، د لیکلو په صورت کې به ستاسو حساب د یوې معلومې مودې لپاره بند شي. دا یو ډول امنیتي تدابیر دي تر څو بل شخص و نه شي کولای ستاسو له حساب څخه ناسمه ګټه واخلي.
که چېرې بیا هم ستونزه موجوده وه، په مهربانۍ سره لاندې لارې و ازمویئ:
• خپل موبایل خاموش کړئ او د ۳۰ ثانیو لپاره صبر و کړئ له هغې وروسته یې بیا روښانه کړئ.
• له لرې کولو وروسته د ایوبا وروستۍ نسخه بیا انسټال کړئ.
آیا زه له ایوبا څخه په دوو وسیلو کې ګټه اخیستلای شم؟
ستاسو د ایوبا حساب یوازې په یوه شمېره او یوه وسیله کې تائید کیدای شي. که چیرې ستاسو موبایل دوه سیمکارتونه ولري، په یاد ولرئ چې تاسو باید یوه شمېره د ایوبا څخه د ګټې اخیستنې لپاره وټاکئ. په دوو شمېرو باندې د ایوبا د یوه حساب د جوړولو لپاره هیڅ لاره شتون نه لري.
آیا زه د ایوبا اپلیکیشن د انسټال له پایته رسولو او بیا انسټالولو وروسته بیا ځلي راجستر کولو ته اړتیا لرم؟
تاسو بیا ځلي راجستر کولو ته اړتیا نه لرئ. تاسو یوازې اړ یاستئ چې ایوبا د ګوګل پلې سټور او یا له ویب سایټ څخه یې ډانلوډ کړئ. خپل نوم ولیکئ، بیا د لېست څخه د خپل هېواد نوم ولیکئ، وروسته د خپل موبایل شمېره ولیکئ او په اخر کې د تائیدۍ برخه وټاکئ.
یادونه: که چېرې تاسو د خپلو چتونو تاریخچه د اپلیکیشن له لرې کولو وړاندې خوندي کړې وي په داسې حالت کې د اپلیکیشن د بیا ځلي انسټالولو وروسته به ستاسو چتونه په اتومات ډول ذخیره شي.

د ayoba څخه ګټه اخیستنه

د حساب او پروفایل تنظیمول/ مدیریت
څه ډول کولای شم د خپل پروفایل انځور اضافه او یا اپډیټ کړم؟
که چېرې تاسو تر اوسه د پروفایل انځور نه وي ټاکلی نو لاندې مرحلې په نظر کې ونیسئ:
1- د اپلیکیشن د پاسنۍ برخې په کیڼ اړخ کې مینو خلاصه کړئ.
2- د ایډیټ په ایکن کلیک وکړئ.
3- د پروفایل په انځور باندې کلیک وکړئ وروسته د کامرې ایکن وټاکئ.
4-د پروفایل انځور مو له ګالرۍ څخه وټاکئ.
که چېرې تاسو له وړاندې نه د پروفایل یو په زړه پورې انځور و لرئ:
1. د اپلیکیشن د پاسنۍ برخې په کیڼ اړخ کې مینو خلاصه کړئ.
2. د خپل پروفایل په انځور یا د ایډیټ په ایکن باندې کلیک و کړئ.
3. که چېرې د ایډیټ ایکن مو ټاکلی وي، وروسته د خپل پروفایل په انځور باندې کلیک و کړئ بیا د کامرې ایکن وټاکئ.
4. د خپل پروفایل د اوسني انځور د بدلولو لپاره یو انځور له خپلې ګالرۍ څخه وټاکئ.
آیا زه د خپل حساب نوم اپډیټ کولای شم؟
1. د اپلیکیشن د پاسنۍ برخې په کیڼ اړخ کې مینو خلاصه کړئ.
2. د خپل حساب په نوم یا د ایډیټ په ایکن باندې کلیک و کړئ وروسته خپل نوم ایډیټ او یا نوی نوم ولیکئ.
څه ډول کولای شم د خپل ځان په اړه معلومات اپډیټ کړم؟
1. د اپلیکیشن د پاسنۍ برخې په کیڼ اړخ کې مینو خلاصه کړئ.
2. د معلوماتو (حالت) په برخه او یا د ایډیټ په ایکن کلیک وکړئ.
د خپل حالت په اړه نوي معلومات ډېر او د تائيد لپاره د علامې نښه انتخاب کړئ او یا د خپل حالت په اړه د پخوانیو معلوماتو له لېست څخه یې وټاکئ.
یادونه: که چېرې تاسو کوم مخاطب بلاک کړي وي، نو دا شخص ستاسو انځور او د حالت په اړه اپډیټ شوي معلومات نه شي لیدلای.
څه ډول کولای شم خپل حساب له مینځه یوسم؟
که چېرې تاسو د خپل حساب د لمنځه وړلو تصمیم لرئ نو اړ یاست چې لاندې څو مرحلې په نظر کې ونیسئ. په یاد و لرئ چې دا پروسه په هیڅ حالت کې د لغوه کولو امکان نه لري، حتي د ایوبا ټیم هم نه شي کولای په پروسه کې تغیر راولي، نو په مهربانۍ سره لومړی خپل ځان ډاډمن کړئ او وروسته دا پروسه پیل کړئ.
1- د ایوبا اپلیکیشن خلاص کړئ.
2- د اپلیکیشن د پاسنۍ برخې په کیڼ اړخ کې مینو خلاصه کړئ.
3- په تنظیماتو کلیک وکړئ بیا د ساتنې برخې ته ولاړ شئ او خپل حساب لرې کړئ.
4- د OK تڼۍ په کیکاږلو سره یې تائید کړئ.
د حساب لرې کول لاندې پایلې له ځان سره لري:
1- ستاسو د ایوبا حساب به په دایمي ډول لرې شي.
2- ستاسو د پیغامونو تاریخچه به له مینځه ولاړه شي.
3- تاسو به ډېر ژر د ایوبا له ټولو ګروپونو څخه وایستل شئ.
څو اړین ټکي چې باید په نظر کې ونیول شي:
• تاسو به خپل حساب ته لاسرسی و نه لرئ.
• ستاسو د حساب له مینځه وړل به د نورو کارونکو په معلوماتو چې په تاسو پورې اړه لري اغیز ونه کړي د بیلګې په ډول د هغو پیغامونو کاپي چې تاسو ورته استولي دي.
• زموږ د معلوماتو په مرکز کې ممکن د ځینو موادو کاپي پاتې شي خو دا به د شخصي پیژندنو څخه بیل وي.
آیا زه په خپل نوي موبایل کې ایوبا کارولی شم؟
که چېرې تاسو خپل موبایل تغیر کړئ او خپله پخوانۍ شمېره وساتئ نو ستاسو د حساب ټول معلومات به په خوندي ډول وساتل شي. ستاسو د حساب معلومات ستاسو د موبایل له شمېرې سره تړاو لري. په آسانۍ سره ایوبا په خپل موبایل کې ډانلوډ او خپله شمېره تایید کړئ.
که چېرې تاسو خپل موبایل او پخوانۍ شمېره و نه ساتئ نو د ایوبا اپلیکیشن په خپل نوي موبایل کې ډآنلوډ کړئ او د خپل ټلیفون نوې شمېره تایید کړئ.
د ایوبا اپلیکیشن ژبه څه ډول بدلولای شم؟
د خپل ټلیفون د ژبې د بدلولو لپاره لاندې مرحلې په نظر کې ونیسئ:
په انډرایډ سیستم لرونکو موبایلونو کې د ټلیفون تنظیماتو ته ولاړ شئ بیا د سیستم برخې ته ولاړ شئ وروسته د ژبو په برخه کې کلیک و کړئ او خپله ژبه وټاکئ.
که چېرې تاسو د انډرایډ سیستم لرونکي موبایل څخه ګټه اخلئ، تاسو کولای شئ د ایوبا اپلیکیشن له لارې هم ژبه بدله کړئ. د ژبې د بدلولو لپاره لومړی په مینو کلیک وکړئ بیا تنظیماتو ته ولاړ شئ او په پای کې د ساتنې په برخه کلیک و کړئ.

بیه/ لګښت

د ایوبا د کارونکي لګښتونه
د ایوبا له لارې د پيغامونو او فایلونو لیږدول څومره لګښت لري؟
ایوبا ستاسو د موبایل انټرنټ (4G/3G/2G/EDGE یا Wi-Fi) څخه ګټه اخلي تر څو تاسو خپلو ملګرو او د کورنۍ غړو ته پيغامونه واستوئ او تر لاسه کړئ.
د پيغامونو د استولو او تر لاسه کولو په بدل کې د انټرنټ لګښت د خدمت له برابرونکي سره ستاسو په ګډون پورې تړاو لري.
همدا راز تاسو باید ډاډمن شئ چې انټرنټ مو له ټاکل شوې اندازې زیات نه دی مصرف کړئ. برعکس تاسو کولای شئ له ایوبا څخه د Wi-Fi له لارې هم ګټه واخلئ.
ایوبا د ام ټي ان سره چې په افریقا کې د موبایل له لارې د مخابراتي خدمتونو تر ټولو لوی برابرونکې شرکت دی ملګرتیا لري تر څو د ام ټی ان پیرودونکو ته د ایوبا وړیا انټرنټ برابر کړي. په بله معنا د ام ټي ان پیرودونکي به د ایوبا اپلیکیشن په مرسته و کولای شي پرته د انټرنټ له اضافي لګښت څخه لیکلي پیغامونه، غږیز کلیپونه، ویډیوګانې، انځورونه او فایلونه واستوي او تر لاسه کړي.
* د تبلیغاتي دورې پر مهال
د ایوبا څخه په ګټې اخیستنې غږیزه اړیکه څومره لګښت لري؟
تاسو د ایوبا اپلیکیشن څخه په ګټې اخیستنې کولای شئ په ایوبا کې له خپلو مخاطبینو سره غږیزې اړیکې ونیسئ. د غږیزې اړیکې په بدل کې د اړیکو عادي بیه ګرځول کیږي. د اپلیکیشن په مرسته غږیزه اړیکه وړیا نه ده او ستاسو په انټرنټ هیڅ اغیز نه کوي.
د هغو کارونکو لپاره بیې چې له ایوبا څخه ګټه نه اخلي.
آیا زه د خپلې کورنۍ غړو او ملګرو ته چې د ایوبا څخه ګټه اخلي د پیغام لیږلو او استولو لپاره د ایوبا اپلیکیشن ته اړتیا لرم؟
ایوبا په هغه وخت کې ښه کار کوي کله چې تاسو له داسې شخص سره په اړیکه کې شئ چې هغوی هم په خپل ټلیفون کې د ایوبا اپلیکیشن ولري. موږ ستاسو لپاره د غوره اړیکو جوړولو لپاره طلایي چانس برابر کړی دی د نورو اپلیکیشنونو پر خلاف د ایوبا په مرسته تاسو کولای شئ له هر چا سره پرته له دې چې هغوی اپلیکیشن ولري او که نه چت وکړئ.
د ایوبا له لارې هغو مخاطبینو ته چې دا اپلیکیشن نه لري د پیغامونو استول په عادي ډول د پیغامونو استولو ته ورته دي چې د پیغامونو لینک به د دوی د انځورونو او فایلونو د پلټلو په برخه کې شامل شي.
په ډیری هېوادونو کې د ام ټي ان سره زموږ د ملګرتیا معنا دا ده چې که چېرې ستاسو مخاطب د ام ټي ان پیرودونکی وي هغه کولای شي ستاسو پیغامونو ته د پیغام له لارې ځواب ور کړي او تاسو به د هغوی د پیغامونو ځواب په هماغه ډول د ایوبا اپلیکیشن له لارې تر لاسه کړئ. د ام ټي ان سره زموږ د ملګرتیا بله موخه دا هم ده چې د دې پیغامونو ځواب به په ټاکل شویو هېوادونو کې په وړیا ډول واستول شي.
سربېره پر دې که چېرې ستاسو مخاطب د ام ټی ان پیرودونکی نه وي کولای شي د ایوبا له لارې ستاسو لیکلي پیغامونه تر لاسه کړي خو تر لاسه شوو پیغامونو ته ځواب نه شي ور کولای. پيرودونکو ته به د دې محدودیت په اړه معلومات ور کړل شي. په اوس وخت کې ستاسو د مخاطب لپاره د حل تر ټولو غوره لاره دا ده چې د ایوبا اپلیکیشن ډانلوډ کړي.
که چېرې زه په خپل موبایل کې د ایوبا اپلیکیشن و نه لرم نو زما لپاره به د پیغامونو، غږیزو کلیپونو او فایلونو استول او تر لاسه کول څومره لګښت ولري؟
که چېرې تاسو د ام ټي ان پیرودونکي یاستئ او په خپل موبایل کې د ایوبا اپلیکیشن و نه لرئ نو تاسو کولای شئ د ایوبا له کارونکي څخه تر لاسه شوو پیغامونو ته په وړیا ډول ځواب ور کړئ.
که چېرې تاسو د ام ټی ان پیرودونکي نه یاستئ د ایوبا له کارونکي څخه به لیکلي پیغامونه تر لاسه کړئ مګر تر لاسه شوو پیغامونو ته ځواب نه شئ ور کولای. د ګوګل پلې سټور او د دې پتې ayoba.me/download له لارې د ایوبا اپلیکیشن ډانلوډ کړئ او د هغې د کارولو څخه خوند واخلئ.
د تبلیغاتی دورې پر مهال وړیا انټرنټ برابریږي او له دې انټرنټ څخه د ګټې اخیستنې عادلانه پالیسې هم پلې کیږي یا په بله معنا دا انټرنټ به یوازې د همدې اپلیکیشن څخه د ګټې اخیستنې په موخه و کارول شي.
که چېرې تاسو د ام ټي ان پیرودونکي یاستئ نو همدا اوس ایوبا له ګوګل پلې سټور یا د دې پتېayoba.me/download له لارې څخه ډانلوډ کړئ.

د ayoba له لارې چت کول

آیا د ایوبا څخه ګټه اخیستل ډاډمن او یا له امنیتي اړخ څخه محفوظ دي؟
ستاسو د معلوماتو او محرمیت د ساتنې او ډاډمنتیا لپاره ایوبا د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته د دوه اړخیزه کوډ ایښودلو پيچلی سیستم لري. د کوډ اېښودلو په مرسته تاسو ډاډمن کیږي چې پیغامونه یوازې تاسو او هغه شخص چې تاسو ورته پیغامونه استولي لوستلای شئ او درېیم شخص حتې د ایوبا ټیم هم نه شي کولای ستاسو پیغامونه و لولي.
موږ به هیڅکله له درېیم شخص سره ستاسو له اجازې پرته معلومات شریک نه کړو. د اپلیکیشن د محرمیت د تنظیماتو په برخه له کلیک کولو وروسته تاسو کولای شئ خپل محرمیت د تنظیماتو په مینو کې د پيغامونو د ټاکلو له لارې تنظیم کړئ. همدا راز موږ تاسو ته وړاندیز کوو چې زموږ د محرمیت پالیسي په دې لینک ayoba.me/termsandconditions په کلیک کولو سره ولولئ.
د ټلیفون ورک کېدل یا غلا کېدل
که چېرې زما ټلیفون ورک او یا غلا شئ په داسې حالت کې باید زه څه وکړم؟
• که چېرې ستاسو ټلیفون ورک او یا غلا شي، موږ کولای شو ستاسو د ایوبا حساب د ناسمې ګټې اخیستنې څخه وژغورو. په همدې سبب په مهربانۍ سره لاندې مرحلې په نظر کې ونیسئ.
• د پورته ذکر شوي حالت د رامنځته کېدو په صورت کې موږ تاسو ته وړاندیز کوو چې د مخابراتي شبکې سره ژر تر ژره اړیکه ونیسئ او د خپل سیمکارت د بندولو غوښتنه ترې و کړئ تر څو بل څوک و نه شي کولای ستاسو له ټلیفون څخه ګټه واخلي. کله چې ستاسو سیمکارت بند شي تر هغې نه شئ کولای خپل د ایوبا حساب ته لاسرسی و مومئ تر څو مو چې د لیکلي پیغام له تر لاسه کولو وروسته تائیدي نه وي بشپړه کړې.
دوې د لاسرسي وړ لارې:
په همدې شمېره نوی سیمکارت تر لاسه کړئ او خپل د ایوبا حساب په خپل ټلیفون کې فعال کړئ. په غلا شوي ټلیفون کې د خپل حساب د بندولو لپاره دا تر ټولو چټکه لار ده. ایوبا هم مهاله یوازې په یوه شمېره او یوه وسیله کې فعالېدای شي.
• زموږ سره په دې Ayoba.me/help پته په اړیکه کې شئ او خپل غبرګون د “د تلیفون د ورکېدو یا غلا کېدو. له عبارت سره موږ ته واستوئ. په مهربانۍ سره زما حساب غیر فعال کړئ. خپل شمېره په بشپړ نړېوال فارمټ سره څنګه چې دلته تشریح شوي شامله کړئ.
یادونه: د یادولو وړ ده که چېرې ستاسو سیمکارت بند وي او بل څوک ستاسو ټلیفون ته لاسرسی ولري هغوي کولای شئ د ایوبا اپلیکیشن څخه د Wi-Fi له لارې ګټه واخلي په داسې حالت کې د ایوبا ټیم هم نه شي کولای له لرې څخه ستاسو حساب بند کړي پر دې اساس موږ تاسو ته وړاندیز کوو چې ژر تر ژر د حساب د غیر فعالولو لپاره زموږ سره اړیکه ونیسئ.
د ایوبا ټیم ستاسو د ټلیفون موقعیت ته لاسرسی نه لري تاسو کولای شئ د بل اپلیکیشن په مرسته د خپل ټلیفون موقعیت ته لاسرسی ومومئ.
که چېرې تاسو د خپل ټلیفون د ورکېدو څخه مخکې خپل چتونه خوندي کړي وي کولای شئ د خپلو چتونو تاریخچه بېرته تر لاسه کړئ.
• د انټرنټي اړیکې د شتون په صورت کې د معلوماتو خوندي کېدل په هرو ۲۴ ساعتونو کې تر سره کیږي.
• کارونکي نه شي کولای چې د معلوماتو د خوندي کېدو پروسه فعاله او یا غیر فعاله کړي.
• کارونکي یوازې کولای شي د لاندې پروسې په ترسره کولو سره نوي معلومات خوندي کړي: مینو- تنظیمات- د ساتنې برخه- د چت خوندي کول.
• هر حساب یوازې د معلوماتو د خوندي کولو یوه برخه لري، که چېرې تاسو خپل نوي معلومات خوندي کړئ دغه معلومات به د پخوانیو هغو ځای ونیسي.
• خوندي شوي معلومات یوازې د حساب د جوړولو، د داخېلېدو د پروسې له ترسره کېدو او د پسورډ له تائیدۍ وروسته بېرته تر لاسه کیږي.
ستاسو خوندیتوب:
آیا زه کولای شم د نامناسبو مطالبو په اړه راپور ور کړم؟
موږ تل هڅه کوو ستاسو خوندیتوب ډاډمن کړو، په مهربانۍ سره د هر ډول نامناسب مطلب یا چلند په اړه خپل راپور په دې پته شریک کړئ: ayoba.me/contact او وروسته د ( د نامناسب مطلب په اړه د راپور) برخه وټاکئ، موږ به ستاسو شکایت و ارزو او د اړتیا په صورت کې به اقدام و کړو.
یادونه: موږ نشو کولای چې د تر لاسه شوي شکایت په اړه د خپلې ارزونې پایله له تاسو سره شریکه کړو، مګر ډاډمن واوسئ چې موږ دا ډول شکایتونه جدي نیسو.
آیا زه د بل کارونکي په اړه شکایت یا راپور ثبتولای شم؟
موږ د خپلو کارونکو خوندیتوب ته لومړیتوب ور کوو او هیڅکله د هغوی لخوا ناسم چلند نشو منلای. په مهربانۍ سره په دې پته کلیک و کړئ: ayoba.me/contact او وروسته له کارونکي څخه د شکایت آفشن و ټاکئ. موږ به ستاسو شکایت و ارزو او د اړتیا په صورت کې به اقدام و کړو.
یادونه: موږ نشو کولای چې د تر لاسه شوي شکایت په اړه د خپلې ارزونې پایله له تاسو سره شریکه کړو، مګر ډاډمن و اوسئ چې موږ دا ډول شکایتونه جدي نیسو.

په ایوبا کې چټ کول

آیا زه د ایوبا له لارې کولای شم له خپلو مخاطبینو سره مطالب شریک کړم؟
هو تاسو کولای شئ! د نوي چت د پیلولو لپاره د نوي چت له ایکن څخه ګټه واخلئ، وروسته د نښلولو په ایکن کلیک وکړئ اوس تاسو کولای شئ مطالب وټاکئ او په اسانۍ سره یې شریک کړئ.
آیا زه د ایوبا له لارې انځورونه استولای شم؟
له ایوبا سره په اسانۍ خپل د خوښې وړ انځورونه شریک کړئ. د نوي چت د پیلولو لپاره د نوي چت له ایکن څخه ګټه واخلئ، وروسته د نښلولو په ایکن کلیک وکړئ او بیا د انځورونو د ټاکلو لپاره ګالرۍ ته ننوځئ. همدا راز تاسو کولای شئ په چټکه توګه د کامرې په واسطه انځور واخلئ او شریک یې کړئ.
آیا زه د ایوبا له لارې انځورونه استولای شم؟
له ایوبا سره په اسانۍ خپل د خوښې وړ انځورونه شریک کړئ. د نوي چت د پیلولو لپاره د نوي چت له ایکن څخه ګټه واخلئ، وروسته د نښلولو په ایکن کلیک وکړئ او بیا د انځورونو د ټاکلو لپاره ګالرۍ ته ننوځئ. همدا راز تاسو کولای شئ په چټکه توګه د کامرې په واسطه انځور واخلئ او شریک یې کړئ.
آیا زه د ایوبا له لارې د خپل موقعیت په اړه معلومات شریک کولای شم؟
له مخاطبینو سره د خپل موقعیت په اړه د معلوماتو د شریکولو لپاره د نوي چت په ایکن کلیک و کړئ او د نښلولو په ایکن له کلیک کولو وروسته خپل موقعیت وټاکئ.
آیا زه د ایوبا له لارې غږیز پیغامونه استولای شم؟
تاسو کولای شئ د ایوبا بل کارونکي ته لنډ غږیز پیغامونه واستوئ په آسانۍ سره د مایکروفون په ایکن چې د چت د صفحې په ښي اړخ کې موقعیت لري کلیک وکړئ او خپل غږیز پیغام واستوئ. همدا راز تاسو کولای شئ د نویو پیغامونو په ایکن له کلیک وروسته د نښلولو په ایکن کلیک وکړئ او غږیز پیغام وټاکئ او یا د نوي غږیز پيغام د ثبتولو لپاره د مایکروفون په ایکن کلیک
وکړئ.
آیا زه د ایوبا له لارې کولای شم فایلونه او اسناد واستوم؟
د نویو چتونو په ایکن کلیک وکړئ بیا د نښلولو ایکن انتخاب کړئ او وروسته خپل فایل وټاکئ. اوس خپله وسیله ومومئ د فایل له انتخاب وروسته هغه له خپلو مخاطبینو سره شریک کړئ.
تر لاسه شوو پيغامونو ته څه ډول ځواب ور کړم؟
تر لاسه شوو پیغامونو ته د ځواب ور کولو لپاره د صفحې په منځنۍ برخه کې د لیکلو په برخه کې کلیک و کړئ او خپل پیغام واستوئ.
آیا زه د ایوبا له لارې خپلو مخاطبینو ته پیغامونه استولای او یا شریکولای شم؟
تاسو کولای شئ لومړی خپل پیغامونه، غږیز فایلونه، انځورونه او مطالب وټاکئ له ټاکلو وروسته د صحفې په ښي کونج کې د استولو په غشي کلیک وکړئ په پای کې هغه شخص چې تاسو غواړئ پیغام ورته واستوئ وټاکئ او د استولو په تڼۍ کلیک وکړئ. استول شوي پیغامونه به د استول شوو په ډول نښانه شي او تاسو به د پيغامونو د استولو وروسته خبرتیا تر لاسه کړئ.
څه ډول کولای شم خپل پخواني او ناغوښتل شوي پيغامونه لرې کړم؟
د چت په صفحه کې پیغامونه وټاکئ او وروسته یې د صفحې په پورتنۍ برخه کې د اضافي موادو سطل ته ولېږدوئ او په پای کې خپل انتخابونه تائید کړئ.
آیا زه خپل چتونه د آرشیف لېست ته لیږدولای شم؟
نه، اوس مهال ایوبا د چتونو د آرشیف کولو لپاره کومه لار نه لري. که چېرې تاسو غواړئ چې د خپلو چتونو لېست پاک کړئ نو تاسو باید هغه لرې کړئ، د چتونو په لرې کولو سره ستاسو چتونه په دایمي ډول لرې کیږي او بیا نه شئ کولای هغه بېرته تر لاسه کړئ.
آیا زه خپل چتونو په بیلا بیلو طریقو تنظیمولای شم؟
ستاسو چتونه د نږدې وخت پر بنسټ تنظیم شوي دي چې د لېست په سر کې معلومیږي. اوس مهال تاسو نه شئ کولای په ایوبا کې د تنظیمولو دغې طریقې ته بدلون ور کړئ.
چتونه څه ډول لرې کړم؟
د ایوبا په اصلي صفحه کې هغه پیغامونه چې غواړئ لرې یې کړئ وټاکئ او وروسته یې د صفحې په پورتنۍ برخه کې د اضافي موادو سطل ته ولېږدوئ او په پای کې خپل انتخابونه تائید کړئ.
څه ډول کولای شم چې ګروپي چت پيل او خپل مخاطبینو ته بلنه واستوم؟
د نوي چت په تڼۍ کلیک و کړئ وروسته د نوي ګروپ آفشن وټاکئ او په پای هغه مخاطبین چې غواړئ چت ور سره وکړئ په ګروپي چت کې شامل کړئ. اوس تاسو ټول کولای شئ په ګروپي چت کې خبرې اترې پیل کړئ.
ګروپي چت څه ډول پرېښودلای شم؟
تاسو هر وخت کولای شئ چې د ګروپي چت د صفحې په پورتنۍ برخه کې د ګروپي چت په ایکن کلیک وکړئ د ګروپ د پرښودلو د تڼۍ په کلیک کولو سره ګروپ پریږدئ او وروسته خپل انتخاب تائید کړئ.
څه ډول کولای شم چې ګروپي چت لرې کړم؟
د ګروپي چت د لرې کولو لپاره په اصلي صفحه کې د ګروپي چت په برخه کلیک وکړئ وروسته د اضافي موادو سطل وټاکئ او په پای کې خپل انتخابونه تائید کړئ. همدا راز تاسو هم مهاله کولای شئ ګروپ هم پریږدئ.
که چېرې تاسو د ګروپ چتونه لرې کړئ تاسو یوازې د خپلې وسیلې له لارې استول شوي او تر لاسه شوي پیغامونه لرې کوئ په داسې حال کې چې د ګروپ د نورو غړو چتونه نه شئ لرې کولای.
د ګروپ څښتن کوم کارونه تر سره کولای شي؟
ګروپ څښتن کولای شي ګروپ جوړ کړي، په ګروپ کې غړي ډېر او لرې کړي.
آیا زه کولای شم بل چا ته د ګروپ مالکیت وسپارم؟
د ګروپ مالکیت یا کنټرول بل چا ته د لیږدولو وړ نه دی.
آیا موږ له یوه څخه زیات د ګروپ څښتنان در لودلای شو؟
له یوه څخه زیات د ګروپ څښتنان نشو در لودلای.
کله چې زه په یوه ګروپ کې شامل شم آیا کولای شم پخواني چتونه ووینم؟
که چېرې تاسو په یوه ګروپ کې شامل شي په داسې حالت کې تاسو نه شئ کولای له ګروپ سره له یو ځای کېدو مخکې تر سره شوي چتونه ووینئ.
د اړتیا پر مهال زه باید د خپل چت تاریخچه څه ډول بېرته تر لاسه کړم؟
که چېرې تاسو انټرنټ ولرئ د چتونو خوندي کېدل په هرو ۲۴ ساعتونو کې په اتومات ډول تر سره کیږي. تاسو نه شئ کولای د چتونو اتومات خوندي کېدل غیر فعال کړئ.
تاسو کولای شئ د چتونو د نوي بک آپ ( ذخیرې) د جوړولو لپاره په مینو کلیک و کړئ، بیا تنظیمات وټاکئ وروسته د ساتنې برخه وټاکئ او په پای کې د چت د خوندي کېدو په برخه کلیک و کړئ او چتونه خوندي کړئ.
د خوندي شوو چتونو د بیا تر لاسه کولو لپاره د مینو په تڼۍ کلیک و کړئ، بیا تنظیمات وټاکئ، وروسته د ساتنې په برخه کلیک وکړئ او په پای کې د چت خوندي کېدل انتخاب کړئ او خپل چتونه بېرته تر لاسه کړئ.
یادونه: خوندي شوي چتونه ستاسو په موبایل کې نه ذخیره کیږي، نو پر دې آساس د چتونو د خوندي کولو لپاره تاسو باید انټرنټ ته لاسرسی و لرئ.
آیا زه د هغو فایلونو په اتومات ډول ډانلوډېدل فعاله کولای شم چې ماته را استول کیږي؟
د اتومات ډانلوډېدلو برخه له وړاندې نه غیر فعاله ده. که چېرې تاسو غواړئ چې د ایوبا له لارې تر لاسه شوي انځورونه او ویډیوګانې په اتومات ډول ډانلوډ کړئ نو په اتومات ډول د ډانلوډ د تر سره کېدو برخه فعاله کړئ. تاسو کولای شئ په اتومات ډول د ډانلوډ برخه د اصلي مینو له ټاکلو او بیا د مېډیا په برخه له کلیک کولو وروسته د خپلې اړتیا سره سم تنظیم کړئ. موږ تاسو ته وړاندیز کوو چې د محدود انټرنټ د لرلو په صورت کې دا برخه غیر فعاله وساتئ.
د هغو اشخاصو سره چت کول چې د ایوبا حساب نه لري
آیا زه د هغو اشخاصو سره چې د ایوبا اپلیکیشن نه لري چت کولای شم؟
تاسو د ایوبا په مرسته کولای شئ هر چا ته پيغامونه واستوئ حتې که دوی د ایوبا اپلیکیشن په خپله وسیله کې هم و نه لري. هغه اشخاص چې د ایوبا اپلیکیشن یې نه وي ډانلوډ کړئ او په ایوبا کې راجستر شوي نه وي دوی به تر لاسه شوي پیغامونه د لیکلي پیغامونو په ډول تر لاسه کړئ او د امکان په صورت کې به نور مطالب او فایلونه د لینک په ډول تر لاسه کړي.
د ام ټي ان سره زموږ د ملګرتیا معنا دا ده چې د ام ټي ان پیرودونکي کولای شي د ایوبا له لارې تر لاسه شوو پیغامونو ته په وړیا ډول ځواب ور کړي، حتې که دوی په خپله وسیله کې د ایوبا اپلیکیشن انسټال کړی هم نه وي. هغه اشخاص چې د ام ټي ان پیرودونکي نه دي کولای شي د ایوبا له لارې پيغامونو تر لاسه کړي خو تر لاسه شوو پیغامونو ته ځواب نه شي ور کولای، موږ دوی ته وړاندیز کوو چې د ایوبا وړیا اپلیکیشن د دې پتې له لارې ayoba.me/download او یا له ګوګل پلې سټور څخه ډانلوډ کړي.
آیا زه هغه مخاطبین چې د ایوبا اپلیکیشن نه کاروي اضافه کولای شم؟
د نوي چت د جوړولو پر مهال د مینو د ښي اړخ په کونج کې کلیک و کړئ وروسته د پيغام استوونکو مخاطبینو د ښودلو برخه فعاله کړئ. اوس تاسو کولای شئ خپل ټول مخاطبین هغه که د ایوبا اپلیکیشن هم نه کاروي ووینئ.
که چېرې له دې مخاطبینو څخه هر څوک د ایوبا اپلیکیشن ډانلوډ کړي او له هغې شمېرې سره چې ستاسو د اړیکو په لېست کې ثبت شوې خپل د ایوبا حساب راجستر کړي تاسو به په اتومات ډول د هغې په اړه خبرتیا او معلومات تر لاسه کړئ.
آیا زه هغو اشخاصو ته چې د ایوبا اپلیکیشن یې نه دی ډانلوډ کړئ انځورونه او فایلونه استولای شم؟
تاسو کولای شئ هغو مخاطبینو ته چې تر اوسه یې د ایوبا اپلیکیشن نه دی ډانلوډ کړئ د انځورونو او ویډیوګانو لینک واستوئ. دا مخاطبین به د لیکلي پيغام له لارې خبرتیا تر لاسه کړي چې په هغې کې به د مطلب د کتلو لپاره لینک شامل وي. یادونه: د مطالبو لیدل او ډانلوډ کول به ستاسو انټرنټ مصرف کړي.
ما د ایوبا له لارې پیغام تر لاسه کړی، مګر د ایوبا اپلیکیشن نه لرم، آیا زه په داسې حالت کې هم پیغام لیدلای شم؟
تاسو کولای شئ د ایوبا له کارونکي څخه تر لاسه شوي پیغامونه ووینئ حتی که دوی تر اوسه د ایوبا وړیا اپلیکیشن ډانلوډ کړي هم نه وي. د ام ټي ان سره زموږ د ملګرتیا معنا دا ده چې د ام ټي ان پیرودونکي کولای شي د ایوبا له لارې تر لاسه شوو پیغامونو ته په وړیا ډول ځواب ور کړي حتې که دوی په خپله وسیله کې د ایوبا اپلیکیشن انسټال کړی هم نه وي. هغه اشخاص چې د ام ټي ان پیرودونکي نه دي کولای شي د ایوبا له لارې پيغامونو تر لاسه کړي خو تر لاسه شوو پیغامونو ته ځواب نه شي ور کولای، موږ دوی ته وړاندیز کوو چې د ایوبا وړیا اپلیکیشن د دې پتې له لارې ayoba.me/download او یا له ګوګل پلې سټور څخه ډانلوډ کړي.

د خپلو مخاطبینو تنظیمول

څه ډول کولای شم یو مخاطب اضافه کړم؟
په آسانۍ سره د خپلو اړیکو په لېست کې د مخاطب شمېره اضافه کړئ. د نوي مخاطب له رامنځته کېدو وروسته تاسو کولای شئ د ایوبا اپلیکیشن ته ننوځئ بیا د نویو پیغامونو په ایکن کلیک وکړئ او په پای کې هغه مخاطب چې تاسو غواړئ چت ور سره وکړئ وټاکئ.
د ایوبا اپلیکیشن په اتومات ډول تشخص کوي چې مخاطب اپلیکیشن ډانلوډ او خپله شمېره یې راجستر کړې ده او که نه، د نه په صورت کې په ایوبا کې د لیکلي پیغام د مخاطب په څیر ښکاري.
څه ډول کولای شم مخاطبین لرې کړم؟
تاسو کولای شئ په ټلیفون کې د مخاطبینو د لرې کولو په څېر خپل مخاطبین لرې کړئ. د خپل ټلیفون د اړیکو لېست ته ننوځئ، بیا د مخاطب په نوم باندې کلیک و کړئ، وروسته د ښي اړخ په پورتني کونج کې په مینو کلیک و کړئ او په پای کې د لرې کولو له ټاکلو وروسته خپله ټاکنه تائید کړئ.
یو مخاطب څه ډول بند کړم؟
تاسو په آسانۍ سره کولای شئ په ایوبا کې یو مخاطب بند کړئ د ښي اړخ په پورتني کونج کې په مینو کلیک وکړئ، بیا د بندولو برخه و ټاکئ او په پای کې بندول تائید کړئ. یو ځل چې تاسو یو مخاطب بند کړئ تاسو نه شئ کولای له هغه څخه تر ډېرې مودې پورې پیغامونه او مطالب تر لاسه کړئ او هغه هم ستاسو حالت نه شي لیدلای. اوس هم تاسو بند شوی مخاطب د خپلو اړیکو په لېست کې لیدلای شئ مګر هغه به د بند په علامې سره نښانه شوی وي. بند شوي مخاطب ته د پيغامونو د استولو او تر لاسه کولو لپاره لومړی تاسو باید هغه له بند حالت څخه و باسئ.
موږ تل غواړو ستاسو امنیت ډاډمن کړو، نو په مهربانۍ سره د هر ډول نامناسب مطلب او یا چلند په اړه زموږ سره په دې پته ayoba.me/contact خپل راپور شریک کړئ، یا د <Security FAQ section> برخې ته مراجعه و کړئ.
څه ډول کولای شم یو بند شوی مخاطب له بند حالت څخه وباسم؟
تاسو کولای شئ هغه مخاطب چې مخکې مو بند کړئ له بند حالت څخه وباسئ لومړئ د نوي چت ایکن وټاکئ، بیا مخاطب و ټاکئ او په پای کې د ښي اړخ په پورتني کونج کې په مینو کلیک و کړئ او مخاطب له بلاک حالت څخه وباسئ. اوس تاسو کولای شئ دې مخاطب ته پيغامونه واستوئ، تر لاسه یې کړئ او هغه هم کولای شئ ستاسو حالت و ګوري.
څه ډول کولای شم چې د ایکن له لارې غږیزه اړیکه ونیسم؟
تاسو کولای شئ په ایکن کې له خپلو ټولو مخاطبینو سره غږیزې اړیکې ونیسئ. د دې اړیکو په بدل کې به ستاسو څخه د اړیکو عادي بیه ( انټرنټ/ دقیقې) و ګرځول شي. د یادو وړ ده که چېرې تاسو د ایکن له لارې غږیزه اړیکه ونیسئ او مخاطب مو د ایکن اپلیکیشن و نه لري په داسې حالت کې به ستاسو انټرنټ مصرف نه شي او د هغې پر ځای به د اړیکې په بدل کې دقیقې مصرف شي. د ایکن له لارې د غږیزې اړیکې د نیولو لپاره د چت په ایکن کلیک وکړئ، وروسته د موبایل په ایکن کلیک و کړئ او غږیزه اړیکه ونیسئ.